اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ ملاقات كړے چې پكښې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې زياتولو په موقعو خبرې كړې دي۔ د قطر امير د وزيراعظم عمران خان په بلنه په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و چې ورسره وزيرانو او د لوړې كچې پلاوې هم موجود و۔ د دواړو هېوادونو تر??ېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول۔ د پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې وزيراعظم عمران خان د پاكستاني پلاوي او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د خپل پلاوي مشري وكړه۔ د پلاوو په كچه په ملاقات كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی?? د ??وان وزیر عمر ایوب، د هوابازې وزیر غلام سرور خان?? د ??حري چارو وزير علی زیدی، د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم د ??من??ر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري٬ د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد وزيراعظم سره وو۔ دواړو هېوادونو د شريكې مرستې په اړه د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاسليك كړل۔