کراچۍ 10 جولائی (اے پی پی) د پاکستان اسټاك ایکسچینج نمائندګانو د وفاقی حکومت په معاشی پالیسیو د باور څرګندونه كړې دغسې وزیراعظم عمران خان وئيلې دي تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره كارولې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښ?? استحکام راشي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د پاکستان اسټاك ایکسچینج او بنکارانو پلاوي سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔ ملاقات كښ?? د سندھ ګورنر سندھ عمران اسمعیل، علی زیدی، حماد اظهر، فیصل واوډا، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، ډاکتر عشرت حسین، سید شبر زیدی، سید زبیر حیدر ګیلانی، ډاکټر رضا باقر موجود وؤ۔ د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي كښ?? سلمان مهدی، اشرف بھاونے، شهزاد چمیدہ، احمد چنائے، عابد ع??ی حبیب، ناز خان، سعد امان خان، بشیر جان محمد، عقیل کریم ډھیډی، عارف حبیب او کامران ناصر شامل وؤ دغسې د بنکارانو په پلاوي كښ?? یوبی ایل، نېشنل بنك، حبیب بنك، میزان بنك، الفلاح او جے اېس بنك نمائندګان هم په دې موقع موجود وؤ۔ د صوبائی اسمبلۍ غړو كښ?? فردوس شمیم نقوی، حلیم عادل شیخ ا?? خرم شیر زمان ناست وو۔ ملاقات كښ?? د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي د حکومت په معاشی پالیسیو د باور څرګندونه وكړه او لا ښه والي له ئې تجاویز وړاندې كړل۔ وزیراعظم د پلاوي سره په خپلو خبرو كښ?? ووئيل تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره استعمال کړې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښ?? استحکام راشي۔ ده ووئيل د ملاقاتونو دا سلسله به روانه وي دغسې چې حکومت د ټولو د مشورو څخه استفاده وكړي