اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان بېلاروس سره د صنعت ٬ تجارت او كركيلې په څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري٬ په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات موجود ??ي۔ ??ولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ بېلاروس لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير لينا سليم معظم سره كړې۔ په دې موقع نور لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل ??اكستان بېلاروس سره اړيكو ته غېر معمولي اهميت وركوي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ملګرتيا ژورې اړيكې موجود ??ي او د دواړو هېوادونو د صنعت ٬ تجارت او كركيلې پشمول په ډېرو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته كښې اضافه كېدې شي۔ ??ولس مشر نومولي شوي سفير ته امر وكړو چې د دوه اړخيزه خوښې ټولو څانګو كښې مرسته زياتولو ته پاملرنه وكړي۔ ??ولس مشر ممنون حسېن ووئيل د بېلاروس صدر لوكاشينكو د پاكستان بهترين ملګرې دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته كښې اضافه غواړي۔ ??ه ووئيل ??اكستان هم بېلاروس سره په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔