اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لنډمهاله وزير سيد علي ظفر به (نن) د جمعې ??ه ورځ ماسپخښين درې بجے په لارنس كالج ګهوړا ګلي مري كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن تر سېوري لاندې د درې ورځنۍ كتاب مېلې پرانسته كوي۔ د قامي تاريخ او ادبې ورثې سېكتر انجینئر عامر حسن به تعارفي كلمات ادا كوي او په دې موقع به د قامي ژبې ودې ادارې ډي جي افتخار عارف٬ اېم ډي اېن بي اېف ډاكټر انعام الحق ج??وېد او د لارنس کالج پرنسپل بریګېډیئر(ر) مج??هد عالم به هم په دې موقع وېنا كوي۔ په دې موقع به نوميالي ليكوال د كتابونو اقتباسات هم لولي او د ډاكټر احسان اكبر په مشرۍ كښې به د مشاعرې م??فل هم كېږي چې پكښې به سرفراز ش??هد او عباس تابش مېلمانه وي۔ د يادونې وړ ده چې د كتاب مېلې په درې واړو ورځو به ګډون كوٶنكو لپاره لكي ډرا هم جاري وي