اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې د تعليم او كلتوري چارو د دوهمې خارجه وزيرې ميري را??س د پاكستان درې ورځنې دوره ترسره شوه۔ د امريكائي سفارت له مخې هغې په اسلام آباد كښې د امريكې د سفارت لخوا پاكستانيانو لپاره د تعليم او كلتوري تبادلو وركول كېدونكې موقعې په ډاګه كړې۔ دوهمې خارجه وزيرې د پاكستان د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري سره د ملاقات په مهال د فل برائټ پروګرام پشمول د پاكستان او امريكې ترمېنځه د تعليمي شركت په پروګرامونو خبرې وكړې۔ په پاكستان كښې يو اېس اېجوكېشنل فاؤنډېشن د فل برائټ پروګرام انتظام چلوي۔ مېري را??س د دې ادارې اېګزېكټو ډائرېكټر ريټا اختر ??ره هم ملاقات وكړو۔ ه??ې لوړو زده كړو لپاره امريكې ته روانېدونكو 156 پاكستاني زده كوونكو سره هم خبرې وكړې۔ هغې د پاكستان يو اېس اې??ومنائي نېټورك د نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته وېنا هم وكړه۔ را??يس د پي اېس سي اے دوره هم وكړه او د اېګزېكټو ډائرېكټر جمال شاه سره په ملاقات كښې ئې د پاكستان د يو څو نامتو فنكارانو د كار په اړه هم ځان خبر كړو۔