پېښور 30 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ هالېنډ كښې د ګستاخانه خاكو مقابلې په ضد د غندنې قر??رد??د په يوه خله منظور كړې دې٬ كوم چې د پي ټي آئي غړي فضل الهي وړاندې كړو او په قر??رد??د د تحريك انصاف غړو آصف خان، عارف خان، فضل شکور، پښتون یاراو د نورو لاسليك درج ٶ۔ فضل الهي قر??رد??د وړاندې كولو سره ووئيل هالېنډ كښې د محمد عربي ۖ د خاكو مقابله كېدونكې ده كومه چې يوازې او يوازې د مسلمانانو د زړونو دړدولو سوب ده٬ ھغه ټولنه كومه چې خپل ځان د آزادۍ د اظهار او د بشري حقونو علمبرداره ګڼ?? چې كله د مسلمانانو خبره راشي نو يو موټې شي او ھغه وخت بشري حقونه هېر كړي ٬ ده ووئېل په دغې ډول خاكو د مسلمانانو زړونه ??ړد??ږي او اسلامي نړۍ د ناقلارۍ ښكار ده چې لپاره دا اسمبلي صوبائي حكومت ته سفارش كو?? چې وفاقي حكومت ته د دې خبرې سفارش وكړې چې د هالېنډ سفير راوغواړي او ورته سخت احتجاج رېكارډ كړې او دا مقابله منسوخ كړي او چې بيا هم هغوي ونه مني نو هالېنډ سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي ۔ د جماعت اسلامي عنايت الله دا اصرار كولو چې قر??رد??د كښې بدلون كولو سره دې د هالېنډ د مصنوعاتو بائيكاټ او سفير ئې د هېواد نه وشړلې شي خو د پي ټي آئي غړو ووئيل قر??رد??د كښې د سفارتي اړيكو ختمولو ذكر د وړاندې نه شامل دے او دې لپاره د بدلون حاجت نشته٬ دغسې د دې نه پس دوهم سپيكر محمود جان د قر??رد??د منظوري د غونډې نه واخست