اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې پھ كشمير د هندي ځواكونو غاصبانه قبضه د تاريخ يو تور باب دے٬د كشمير مسئله يو فليش پ??ائنټ دې كوم چې نه يوازې منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره يو دائمي خطر دې٬نړيواله ټولنه دې د دې مسئلې سمدستي حل او په مقبوضه وادۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو او د بشري حقونو ??خه د كېدونكو سرغړونو خاتمې لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې پھ مقبوضه ك??مير كښې د تورې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړی كومه چې هر كال د اكتوبر په 27مه نېټھ پھ مقبوضه ك??مير د هندي ځواكونو د غاصبانه قبضې په ضد د احتجاج په توګه په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي٬ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ??ې كشميري وروڼو سره زمونږ رشته يوازې د مذهب٬كلتور او د انسانيت په بنيادونو نه بلكې د پولې په دواړه خوا د اولس ترمينځه د وينې رشته ده۔ده ووئيل ??ې پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميري اولس پھ هيلو د كشمير د مسئلې حل لپاره پوخ عزم لري۔ده ك??ميري اولس ته په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د كشمير مسئلې تر حل پورې د پاكستان لخوا د دوي د سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو باور وركړو۔ده په مقبوضه ك??مير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو سخته غندنه وكړه۔ده ووئيل ??ې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق تحريك د ټوپك په زور نه شي تر پښو لاندې كېدې۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس لخوا وركړی شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي په دې موقع په خپل پیغام كښې ووئيل ??ې پھ مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو ??خه سرغړونه يو اوږد تاريخ لري٬د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې مقبوضه سيمه يوه لانجمنه سيمه ده چې پكښې ريفرنډم كول لا پاتې دي۔