اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) پاکستان د بشري خواخوږۍ په بنياد كلبهوشن ياديو سره د ھغه د كو??ودانۍ د ملاقات كولو وړاندېز كړې٬ پاكستان په دې لړ كښې د وړاندېز چيټۍ په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېسون ته لېږلې٬ د كلبهوشن يادويو كو??ودانه به پاكستان ته رابللو سره ملاقات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان حكومت هند ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د كلبهوشن ياديو د كو??ودانې د ملاقات كولو د باضابطه ملاقات وړاندېز كړې دے۔ د هند د بحريه حاضر سروس كمانډر او د “را” اېجنټ كلبهوشن ياديو په درېم مارچ كال 2016 كښې پاكستان ته په غېر قانوني توګه په داخلېدو نيولې شوې ٶ۔ د دې نه پس ياد شوي هندي اېجنټ د مجسټرېټ په وړاندې “را” لپاره د جاسوسۍ كولو او پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او په تخريبي كاروائيو د ككړ كېدو اعتراف كړې ٶ