اسلام آباد ۔ 25 جنوری (اے پی پی) داخله وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د خپلو وسائلو په دائره كښ?? پاتې كېدو سره زده كړو ته بشپړه پاملرنه كوي۔ په نوې دنيا كښ?? د زده كړو انداز بدل شوې۔ په ټېکنالوجی کمپیوټر او سائنټېفک لټرېچر كښ?? مونږ ډېر وروستو يو۔ يوازې پاس كېدل كافي نه دي۔ د پاس كېدونكو درجه بندي او د زده كړو معيار ډېر مهم دے۔ مدرسې په مېن سټریم كښ?? راوستلو له مو ګامونه پورته كړي دي۔ د زيارت په ورځ علامه اقبال اوپن پوهنتون كښ?? د ن??شنل اسسمنټ سسټم ترسېوري لاندې 5م نېشنل سټېک هولډرز کنفرنس ته خطاب كښ?? داخله وزير ووئيل نوې دنيا كښ?? د زده كړې انداز بدل شوې۔ د سلېټ او تختۍ په ځائې 4 جی ټېكنالوجی راغلې۔ نن د قلم سره سره د كمپيوټر تعليم هم ضروري دے۔ ده ووئيل زمونږ الميه دا ده چې مونږ د ټېکنالوجی کمپیوټر دنیا او سائنټیفک لېټرېچر پیدا کولو كښ?? ډېر وروسته يو۔ زمونږ نصاب په رټه اډانه دے۔ ده ووئيل دا وئيلې شي چې مونږ په تعليم پېسه نه مصرف كوو۔ ده ووئيل زه دا نه منم بلكې حكومت د خپلو وسائلو ترمخه زده كړو ته خاص پام لرنه كوي۔ پاكست??ن كښې كوم هم پرائیوېټ سکول هېډ ماسټرز او هېډ مسټرېس ته حكومت څخه زياته تنخا نه وركوي د پرائمری سکول ټیچر اوسط تنخا هم د پرائېوېټ سكولونو ټيچرانو څخه دوه درې چنده زياته وي۔ و??ې كاركردګۍ ئې د مزكې آسمان فرق دے۔ ده ووئيل په يوه زمانه كښ?? د سکول انسپېکشن، مانیټرنګ، اسسمنټ او احتساب نظام وو اوس هغه كمزورې شوې۔ ده ووئيل مونل له به درجه بندي كول وي او د تعليم معيار به ښه كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به مقابله كول وي او د تعليم په مېد??ن كښې به خپله موازنه نړۍ سره كول وي۔ د ماشومانو تخليقي صلاحيتونه به رامخې ته كول وي۔ ده د تعليم وزارت ته په غوره كاميابو ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د انجینئر بلیغ الرحمن په مشرۍ كښ?? وزارت ډېر مهم ګامونه پورته كړي دي چې ورسره به د تعليم معيار ښه شي او پاكستاني كوچنيانو ته به د معياري تعليم موقې په لاس ورشي۔ ده ووئيل صوبې هم بايد په دې لړ كښ?? خپل كردار ترسره كړي