اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) د پاك بحریې بېړۍ پي اېن اېس نصر او پي اېن اېس خېبر د كينيا بندر ځائ ??و ?? دارالسلام بندر ځائ دوره كړې۔ د پاك بحريې دا بېړۍ د ختيز افريقائي هېوادونو او بحرهند د جزيره نما هېوادونو په خېر سګالي او د تربيې په دورې دي۔ د دې خېر سګالۍ او تربيې دورې مقصد ختيز افريقه كښې دوست هېوادونو او د پاكستان ترمېنځه د دوستانه اړيكو لا ښه كولو او د پاكستان حكومت د خارجه پاليسۍ مقاصد ترلاسه كولو كښې كردار لوبوي۔ دې مقاصدو لپاره د پاك بحريې بېړو په دې وروستيو كښې د سېشلز بندرځائې وكټوريا او د مارېشېئس بندر ځائ لوئس دورې كړې دي۔ د ت??زا??یه او د کینیا بندرځايونو ته په رسېدو د كوربه بحريې ځواكونو د بېړو تود هركلے كړې۔ ت??زا??یه كښې د پاكستان هائي كمېسون عملې د پي اېن اېس خې??ر هركلے وكړو۔ د كينيا نېوي ډلې د روايتي كوربتون په ډول د پي اېن اېس نصر هركلے كړې او په سوئيلي افريقه كښې د پاكستان دفاعي صلاحكار او د هاېي كمېسون نېروبي عمله هم په دې موقع موجود وه۔ د ممباسا بندرځائ دورې په مهال د پاك بحريې مشن كمانډر ٬ كموډور جاوېد ا??با?? د پي اېن اېس نصر كمانډنګ افسر سره د كينيا كمانډر بېس مټونګوے برېګېډېئر وي اېل نائيشو٬ د ممابسا ګورنر حسن علي جوهو او كنټري كمشنر ايون اچوكي سره ملاقاتونه كړې۔ د پي اېن اېس خېبر كمانډنګ افسر په ت??زا??يه كښې بېلا بېلو اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه كړې۔ چې په كښې د ت??زا??نه پيپل ډيفنس فورس مشر ٬ جنرال کیویو، د ت??زا??ه نېوي کمانډر ، ریئر اېډمرل رچرډ متایوبا او د ت??زا??یه پیپل ډیفنس فورسز لنډمهاله چيف آف اپرېښسز اېنډ ترېننګ برېګېډيېر جنرال اېچ اېس کمندے شامل وو