اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكس??ان په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كړې ده ٬ د پاکس??ان اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ټولو نه زياتې قربانۍ وركړې دي۔ د واشنګټن نه د ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې داخله وزير دا خبرې نېشنل برئېر برېك فاسټ كښې د ګډون كوٶنكو لارښودو په درناوي كښې د مېلمستيا دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل پاكس??ان د ترهه ګرۍ په كاميابۍ سره مقابله كړې ده نړۍ ګلوبلائز كېږي ٬ مسئلې هم د نړيوال اشتراك سره هوارېدې شي ٬ د پاكس??ان اولس چې څومره قربانۍ وركرې دي دومره قربانۍ چا نه دي وركړې۔ داخله وزير احسن اقبال ووئيل پاكس??ان امن غواړي٬ د اقتصادي مرستې د لارې منطقه كښې د امن بنياد كېښودلې كېدې شي۔ ده ووئيل ټولې مسئلې د خبرو اتر?? او سياسي نقطه نظر د لارې هوارېدې شي