اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعیل وئيلي دي معیشت د پرمختګ پلو روان دې، پاکستان بلیک لسټ كښې د شاملولو سوال هم نه پیدا كېږي، نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بي??ه زياتيدو سره د اوګرا په سفارشات د پيټروليم مصنوعاتو بي??ه زياته شوې، مسلم لیګ (ن) به سېنېټ ټاكنو كښې ښكاره اکثریت ترلاسه كوي۔د زيارت پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان معیشت د پرمختګ پلو روان دې، مونږ سکوك بانډز نیویارك كښې خرڅ كړې دي، د معیشت ښه له ??ال?? چې څه كيدل هغه مو كړې ۔ده ووئيل ای??ټی منی لانډرنګ قوا??ین ښه دي ، په هغې عملدرآمد شوې ۔ ده ووئيل پاکستان په بلیك لسټ كښې د شاملولو سوال هم نه پيدا كېږي په دې اړه بې بنسټه ډنډورې سمې نه دي۔ مفتاح اسماعیل د پټرولیم مصنوعات بي??ې زياتولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بي??ه زياتيدو سره د اوګرا په سفارشات هېواد كښې د پيټروليم مصنوعاتو بي??ه زياته شوې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلم لیګ (ن) به د سېنېټ په ټاكنو كښې ښكاره اکثریت ترلاسه كوي