پینډۍ 22 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير انجينئرخرم دستګير وئېلي دي د هندي عسكرو د اړخه په لائن آف كنټرول ډزې او د پاكستانو ??فا??تكارو زؤرول غېر ذمه واره عمل دے٬هند په لائن آف كنټرول خلاف ورزي كولو س??ه سيمه ايز امن او استحكام خرابولو له هڅه كوي٬پاكستان د مري خبرو او په پاكستان كښې هارټ آف ??ېشيا غونډې د لارې د طالبانو خبرو اترو ته راضي كولو له جدي هڅې كړي خو د ځينو پېښو له امله دا عمل مخ په وړاندې لاړ نه شو٬هېواد ته په پیښو چېلنجونو سياسي او عسكري قيادت يو موټې دې٬?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانګړې قربانيو نه پس هم لوېديز زمونږ د قربانيو د اعتراف څخه ډډه كوي۔وسله والو ځواكونو ?? ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ نه پس ټولې نړۍ ته وئېلي چې پاك پوځ ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زياته تجربه لري۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل په افغانستان كښې د داعش موجودګي هم يو سوال دے ٬په نيم افغانستان د افغان دولت كنټرول نشته٬پاك پوځ د خپلو پولو مانيټرنګ لپاره 24 ساعته چمتو دے او د هر ډول خلاف ورزۍ به ځواب وركولې شي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د كېدونكي ري الائمنټ څخه خبر يو٬په هره كچه به د خپلې ګټې تحفظ كولې شي۔وفاقې وزير ووئيل د هند عسكر د لائن آف كنټرول بيا بيا خلاف ورزي كوي دغسې هندي عسكرو وخت په وخت په دې خلاف ورزيو كښې زياتوالې كړی چې مقصد يې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ته زيان رسول دي۔ده ووئيل هندي عسكر په لائن آف كنټرول خلاف ورزي كولو س??ه وګړي په ن??ه كوي دغسې پاك پوځ د هندي عسكرو پوستې په ن??ه كوي۔ده ووئيل پاكستان او هند دوه جوهري طاقتونه دي د كومو شواهدو او ثبوت نه غېر ډزې كول څه جواز نه لري٬ ده ووئېل په داسې حالاتو كښې د سيمې امن او استحكام لته خطره پیښیږي۔ده ووئيل پاك پوځ د هر ډول چېلنجونو مخ نيوي صلاحيت لري۔ده ووئيل د افغانستان په اړه نړيوال راپورونه هم دا په ګوته كوي چې په نيم افغانستان د افغان دولت كنټرول نشته۔ده ووئيل پاك پوځ د هر ډول ترهه ګرۍ پھ ضد د فرق نه غېر كاروائي كوي۔دفاع وزير ووئيل اوسني حكومت كښې تسلسل سره د قامي سلامتيا كمېټ غونډې كېږي او عسكري قيادت د اړخه هم د افغانستان٬ايران او نورو هېوادونو په ا ړه تفصيلي بريفنګ وركولې شي ۔سياسي او عسكري قيادت يو موټې دې۔ده ووئيل پاك فضائيه ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔پاك فضائيه د خپلو الوتكو په ځايې توګه د مرمت او ري فرنشنډ صلاحيت هم ترلاسه كړې دې