اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی) د عوامی نېشنل ګوند لارښ??د او د قامی اسمبلۍ غړي حاجی غلام احمد بلور وئيلي دي چې پارلمان سپریم ادارہ ده، د پارلمان عزت په دې ودانۍ كښې د ناستو سياسمتدارو عزت دې، نواز شریف د دې پارلمان مشر ؤ، هغه هره ورځ عدالتونو ته رابللې كېږي۔ د زيارت پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل نواز شریف هره ورځ عدالتونو ته رابللې كېږي دغسې پرویز مشرف چرې هم چا نه دې رابللې، د پلټنو نه غير په نواز شریف دومره لوئ تور لګول زيا??ې دې، ټول قام د نېب د دې تګ??ارې څخه مطمئن نه دې، دا تګ??اره او رویه به بدلول وي۔