اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلې ته وئيلي شوي دي د ت??لو او ګاز كمپنې د سماجي ذمه وارې له مخې د ت??لو او ګاز په سيمو كښې ??لا??ي كارونه كوي او ځائي خلقو ته ملازمتونه هم وركوي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلې كښې په سانګهړ كښې د ت??لو او ګاز كمپنو لخوا د ??لا??ي چارو او ملازمتونو په اړه د جمال الدين د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وفاقي وزير شېخ افتاب احمد ووئيل د پېټروليم كمپنې چې په كومه سيمه كښې كار كوي٬ هلته د سماجي ذمه وارې له مخې كار كوي او ځائي خلقو ته روزګار هم وركوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ټول فنډ اړوند ډپټي كمشنر ته وركولې شي۔ د ډپټي كمشنر په دفتر كښې يوه كمېټې وي۔ په كمېټې كښې د اېم اېن اېز او د اېم پي اېز په مشوره د پرمختيائي چارو پرېكړې كولې شي۔ ده ووئيل په سانګهړ كښې د ت??لو او ګاز كمپنو لخوا د سماجي ذمه وارې په مد كښې و??كړې پېسې به اړوند اېم اېن اے ته وركولې شي