اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د تهر په صورتحال د تشويش څرګندونې سره د صحت وفاقي وزير ته سپارښتنه كړې چې زر تر زره د تهر دورې كولو سره د صحت په اړه په مسئلو وګړو ته آسانۍ وركړي٬ وفاقي حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو د حقونو تحفظ كوي۔ده دا خبره د پاكستان تحريك انصاف سندھ صدر امير بهټو٬عمومي سېكتر حليم عادل شېخ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا ??ې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د وزيراعظم په چېمبر كښې هغه سره ليدلي وو۔د ملاقات په م??ال د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني او د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر ارشد داد هم موجود وو۔وزيراعظم د پاكستان تحريك انصاف سندھ صوبې نوې صدر او په عمومي سېكتر د بشپړ باور څرګندونې سره هغوي ته سپارښتنه وكړه ??ې د ګوند په م??شور عمل پالېسۍ دې روانې وساتلې شي۔په م??اقات كښې د سندھ صوبې په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم ووئيل حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو حقونو تحفظ كوي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د سندھ كاركنان زمونږ سرمايه ده٬د هغوي د حقونو به تحفظ كولې شي۔وزيراعظم ??وب??ئي صدر او عمومي سېكتر ته پاكستان تحريك انصاف د يونين كونسل په كچه م??ظم كولو او د بلدياتي ټاكنو تيار?? هم سپارښتنه وكړه