اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د آذربائيجان سره خپلې نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګو ګوري او په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه روابط ته ودې وركولو لپاره خوښي لري۔ده دا خبره په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير علي فكرت اولو علي زاده سره خبرو كښې كړی چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔سفير د آذربائيجان اولس مشر الهام عليوف لخوا ده ته د اولس مشر چوكۍ په سنبهالولو د مبارك?? خط ورسولو۔اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې اقتصادي روابط ته تقويت وركولو لپاره شريك تجارت كښې لا زياتوالي ضرورت دے۔ده هيله څرګنده كړه چې سفير علي فكرت اولو به د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكو اړيكو ودې لپاره فعاله كردار تر سره كوي