اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې او په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ ده د اتوار په ورځ پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب كولو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر وو??يل د مدرسو په اړه كېدونكې پروپېګنډا بې بنسټه ده علماﺀ كرام او مشائخ بايد په دې باور نه كوي۔ اسد قېصر وو??يل د خېبر پختونخوا په ډول پنجاب كښې به هم عقيده ختم نبوت او د قرآن پاك ترجمه نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده وو??يل كه حاجت پېښ شو نو د علماﺀ كرامو او مشائخو مشاورت سره به د مدرسو په اړه ردوبدل كولې شي۔ اسد قیصر وو??يل چې عهدي عارضي څيز دے د اولس خذمت لپاره مقصدونه ترلاسه كول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده وو??يل وزيراعظم عمران خان وړاندې دا خبره كړې چ?? د مدرسو طالبعلمانو ته په ټولنه كښې بايد جائز مقام وركړې شي۔ ده وو??يل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو عمران خان به خپل دا عهد ترسره كړي۔ ده وو??يل لوئې څښتن دے ماته د اولس د خذمت توفيق راكړي دغسې چ?? د خدائی په وړاندې خپل مخ روڼ كړې شم۔