اسلام آباد 17 نومبر (??ے پي پي) د سارك چېمبر پاكستان څانګې نائب صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې د و??ير??عظم لخوا د متحده عرب اماراتو دورې سره به د پاكستاني مصنوعاتو په برآمداتو كښې اضافه او د شريك تجارت حجم زياتولو لپاره د نويو لارو په لټولو كښې مرسته وشي٬ د دواړو هېوادونو شريك تجارتي حجم 8 اربه ډالر دے كوم چې د موثره اقداماتو په نتيجه كښې زياتېدې شي۔ د خالي په ورځ پھ خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې دې دورې سره د سرمايه كارو ډاډګېرنه كولو سره د دواړو هېوادونو تاريخي اړيِكې لا قوي كېدې شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو د كاروباري خلقو سره د خبرو د لارې نويو پروژو لپاره لوظنامې هم كېدې شي۔ ده ووئيل چې زمونږ روايتي ا?? تاريخي اړيكې د سباؤن مرستې لپاره بنيادي حيثت لري۔ ده د و??ير??عظم عمران خان لخوا هېواد د مالي بحران نه ويستلو او د هېواد برآمدات زياتولو لپاره هڅې وستائيلې او وې وئيل چې ټول قوم و??ير??عظم سره دے۔