اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښ?? د هند لخوا د تشدد د روانو كارروا??يو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه كشمير كښ?? په بې ګناه كشميريانو هره ورځ ظلم او تشدد كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې شي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښ?? ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښ?? د هند پوځ دومره ړوند شوے چې يو خوا د دولس او ديارلس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خوا د مقبوضه كشمير مشران او مېرمنې هم د هندي ظلم او تشدد نه بچ نه دي۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هندي حك??مت د بې بنسټه تورو??و له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان حك??مت او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وړوڼو ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔