اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) خارجه وزارت د خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي په سپارښتنه د خارجه وزارت د 100 ورځو كاركرډګۍ راپور جاري كړې۔په دې راپور كښې د پاكستان ??زي??اعظم عمران خان او خارجه ??زي?? شاه محمود قرشي د سركاري بهرنو هېوادونو دورو او د دغې په نتيجه كښې ترلاسه شوي كاميابۍ په تفصيل سره درج دي۔په دې 100 ورځو راپور كښې د پاكستان دوره كوونكي مهم شخصيات/د غېر ملكي پلاويو تفصيلات هم جاري كړی شوي۔په 11 پاڼو مشتمل تفصيلي راپور كښې د پاكستان سيمه ايز او په مهمو نړيوالو معاملاتو د خارجه پالېسۍ ترجيحات درج كړې شوي۔راپور كښې خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي په تېرو 100 ورځو كښې د جوړ شوي فورم پشمول اروپائي ائتلاف٬ المان٬ جاپان٬كوريا٬ليتهونيا اعلٰی كچ پلاويو سره د دوه اړخيزه مذاكراتو تذكره او د خارجه ??زي?? د ملګر?? ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب٬شنګهائي مرستې تنظم٬آسم سمټ٬ډي اېټ كونسل پاشن نړيوال فورمونو كښې د پاكستان ګډون تفصيلات هم شامل دي۔د خارجه وزارت په دې راپور كښې د سعودي عرب لخوا په ترلاسه شوي معاشي سپورټ٬پاك چين اړيكو كښې ښه والې٬د متحده عرب امارات سره تجارتي مرستې لوظ نامه او د كرتار پور راهدارۍ بنياد تېګه اېښودلو پشم??ل د خارجه چا??و مهمې كاميابې ذكر شوي دې۔