اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بېلاروس د سفارتي اړيكو 25م س??لګره په ??ه ډول لمانځلو لپاره بېلا روس په اسلام آباد كښې د يو شمېر دستورو كولو منصوبه جوړوي۔ دا خبرې پاكستان كښې د بېلاروس سفير اېنډرائی ارمولویچ د شورو په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال وكړې۔ د بېلاروس سفیر ووئيل پاكستان او بېلاروس به راتلونكې كال فرورۍ كښې د شريكو اړيكو 25م س??لګرې په موقع د دوه اړخيزه اړيكو نوې باب پېل كولې شي۔ ده ووئيل د بېلا روس حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د نويو موقعو په لټون كښې د راتلونكي كال د سالګرې دستورو په اړه خپل د لوړې كچې نمائندګان د پاكستان يو شمېر دورې ترتيب كړې دي۔ ده ووئيل د بېلاروس نائب خارجه وزير او د صنعت وزير به جلا جلا د پاكستان دوره كوي كومو لپاره چې د نېټو تعين روان دے۔ ده ووئيل چې پوليټيكل سائنټسټس پلاوې به هم سنټر فار ګلوبل اېنډ ستراتېژك سټډيز معاونت سره به ف??ورۍ كښې په اسلام آباد كښې يو كنفرنس كوي او د بېلاروس سفارت به اسلام آباد كښې د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې رامخې ته كول دي۔ د اے پي پي منیجنګ ډائر??كټ?? محمد قمر اﷲ چوهدري سره د ملاقات په مهال د اے پي پي او بېلاروس خبر رسنې دارې بېلټا ترمېنځه د خبرونو د تبادلې په ??انګه كښې د مرستې جاج واخستې شو۔ د اے پي پي اېم ډي د بېلا روس سفير نزدې 35 نړيوالو خبر رسنو ادارو سره د خبرونو تبادلې په ??انګه كښې د مرستې په اړه خبر كړو چې مقصد ئې د پاکستان په اړه د مستند خبرونو او د مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل اوسنې نيوز پورټل اقدام “اے پي پي ګلوبل” د پاکستان اولین خبر رسنې ادارے او د نورو خبر رسنو ادارو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي او دا د اړوند هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره په جزوي توګه يوه سفارتي ذريعه تصور كېدې شي۔ په دې مهال ډائر??كټ?? نيوز شفیق احمد قرېشي، ډائرېکټر انفارمېشن ټېکنالوجي غواث خان او ډائر??كټ?? اكنامك نيوز سروس بلال تهيم هم موجود وو