اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد په منظورۍ نېشنل هائې وے اتهارټۍ په قا??ي لويو لارو او موټروے د وفاقي وزيرانو د قا??ي اسمبلۍ او سېنېټ غړو د ټول ټېكس استثنٰی ختمه كړې ده ۔د جمعې پھ ورځ جاري شو?? يو نوټيفيكشن له مخې دوهم وزير د ټول ټېكس معافۍ مراعات بېرته اخستلو سره وئېلي دي په راتلونكي وخت كښې به كوم هم وزير٬د سېنېټ او قا??ي اسمبلۍ غړې د ټول ټېكس وركولو نه بغېر په قا??ي لويو لارو او موټروے سفر ونه كړې شي۔ده ووئيل په اولس دې ټېكس وي او د اولس استازي دې مزې كوي٬دا لړۍ به اوس نھ چلېږي۔ده د قا??ي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ته هم خواست وكړو چې هغوي ټېكس ادا كړي ??و اولس لپاره دې مثال جوړ شي۔ده ووئيل د تفريح په ځاې به د مساوات او برابرۍ اصول اختيارول وي۔د ??حر??ك انصاف حكومت د دې امتيازاتو په ضد په حكومت كښې راغلې دې