اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د 90 فيصده رنځونو سوب د غاښونو ناپاكوالې دے ٬ حضرت محمدۖ به هم د مسواك ك??لو تاكيد ك??لو او په دې لړ كښې يو شمير احاديث هم موجود دي ٬ په سنت عمل او د پاكۍ اهتمام س??ه به غاښونه ښه وي او بايد هره ورځ دوه ځله برش وكړې شي ۔ د شورو په ورځ د خلې او غاښونو نړيوالې ورځ په موقع خپل وېډيو پېغام كښې اولس مشر ووئيل د غاښونو رنځ پحقله زه باور لرم چې 90 فيصده رنځونه د غاښونو صفائۍ نه ك??لو له امله رامخې ته كېږي٬ دوه رنځونه ډېر زيات دي يو د اوورؤ نه وينه تلل او د غاښونو خوځېدل او بل رنځ په غاښونو كښې چينجي كېدل٬ ده ووئېل كه برش او د غاښونو صفائي وكړې شي نو د دې دواړو رنځونو لاره نيولې كېدې شي۔ اولس مشر ووئيل حضرتۖ چې به چا سره ملاقات له تللو نو اودس به ئې ك??لو او سهار پاڅېدو سره به ئې مسواك ك??لو او هم دا د غاښونو د خيال ساتلو بهترين مثال دے۔ اولس مشر ووئيل شلم مارچ د خلې او غاښونو د صحت ورځ ده۔ ده ووئيل په سنت عمل كو??و سره د غاښونو د رنځونو څخه بچ كېدې شوو او ورسره به غاښونه هم صحت مند وي