اسلام ??با?? 25 اپرېل (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د وزيراعظم ??مران خان پھ مشرۍ كښې به حكومت خپله پنځه كاله موده ترسره كوي٬د ??ین??ۍ تر لاهور ټريك به دريو پړاؤنو كښې ډبل كولې شي٬د منصوبې بشپړیدو نه پس به د ??ین??ۍ نه تر لاهور سفر دوه ساعته 12 دقيقې شي٬تر څو چې د احتساب كيسونه ختم شوي نه وي چا ته به اېن آر او نه ترلاسه كېږي۔هغه د زيارت په ورځ پھ نېشنل پرېس كلب اسلام ??با?? كښې د پرېس كنفرنس په مهال خطاب كولو۔ده ووئيل شهباز شريف پھ پاكستان كښې بيمارېږي٬لندن ته تللو سره ښه كېږي ٬كوم ليډر جې د زندان څخه يرېږي هغه ليډر نه وي۔د رېلوے وفاقي وزير ووئيل د رېلوے ټريك ډبل كولو په اړه زما دوه خوبونه وو چې پكښې په يو 14 كاله وروستو او په دوهم يوه نيمه مياشت كښې به كار پېل شي٬د وزيراعظم ??مران خان پھ حكومت كښې به كوهاله او اېم اېل ون درې پړاؤنه بشپړ كړې شي ۔ده ووئيل وزيراعظم ??مران خان د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار سره ولاړ دے كوم چې وائي وزيراعلٰی روان دې هغه د غلط فهمۍ ښكار دي۔ده ووئيل ما تل د عمران خان دفاع كړی او بيا به هم كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فردوس عاشق اعوان تجربه كاره ده ٬اطلاعات چلول د هغې كار دے۔ده ووئيل مسافر ټرينونه كامياب روان دي٬مال وړونكي يوازې 4 فيصده كارګو پورته كوي٬زمونږ هڅه ده چې لږ تر لږه 20 فيصده كارګو ټرين ته راوستلې شي ٬ چين هم خپل ټريك اپ ګرېډ كولو سره رېلوے د پرمختګ په ستره لار روان كړې۔ده ووئيل د چين كمپنۍ لخوا شوې اوسنۍ سروے له مخې دا مهال 70.1 فيصده خلق د رېلو