اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د هاٶسنګ دوهم وزير محمد شبیر علي قرېشي وئيلي دي چې د ??اك??تان نوې هاٶسنګ سيكم به د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې كاميابي مومي٬ وړومبي پړاٶ كښې په اس??ام آباد او بلوچستان كښې اپارټمنټس جوړېدو پرانسته د دې خبرې ثبوت دے چې حكومت خپل لوظونه عملي كولو لپاره اقدامات كوي۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د ??اك??تان نوې هاٶسنګ سيكم به د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې كاميابي مومي په دې لړ كښې دې سياست څخه ډډا وكړې شي بلكې مخ??لفه ډله دې په دې كښې خپل فيډ بېك وركړې مونږ به ئې ??ركلې كوٶ۔ ده ووئيل د تېرو واكمنو لخوا د دې ډول سكيمونو نه پېل كولو له امله معامله كړكېچنه شوې ده خو اوس د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نوي هاٶسنګ سكيم به د اوږدې مودې د مسئلې خاتمې لپاره مرستياله وګرځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مخ??لفې ډلې احترام ك??ٶ خو تنقيد برائے تنقيد د مسئلو هوارې نه دې٬ د حكومت فوكس د اولس مسئلو پلو دې