په پاك افغان اړيكو او د افغان مفاهمتي عمل په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
??سل??م آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) افغانستان سره د تعلق لرونكو سياستمدارو ٬ خبريالانو ٬ د زده كړو پوهانو او كاروباري شخصياتو د اعلی كچې يو پلاوي خارجه وزارت كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د شورؤ په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په پاك افغان اړيكو او د افغان مفاهمتي عمل په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د افغان امن عمل په لړ كښې فريقېن د مذاكراتو مېز ته راوستلو ل?? د پاكستان او په خاص توګه د خارجه وزير د هڅو ستائنه وكړه۔ پلاوي د افغانستان او پاكستان ترمينځھ د باور بحالولو ??و د دوه اړخيزه سياسي او تجارتي مرستې ودې له خپل وړاندېزونه خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته وړاندې كړل۔ په دې مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ قوي هيله لرو چې افغانستا?? كښې د څو لسيزو څخه د رارونې ناامنۍ ختمولو ??و امن په ځائې كولو ل?? اخلاص سره روانې هڅې به كاميابې شي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي پلاوي ته باور وركړو چې پاكستان به منطقه كښې او په خاص توګه افغانستا?? كښې امن په ځائې كولو ل?? خپلې هڅې روانې ساتي۔