اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د قطر امير لخوا د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې په بنياد اړيكې لا قوي كړي٬ د عمران خان په مشرې كښې پاكستان سرمايه كارې او په سېلګرې كښې نړۍ لپاره يو زړه راكښونكې منزل جوړېږي۔ د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان دورې په مهال په خپل يو ټويټ كښې ?? وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان يو سرمايه كار دوست هېواد جوړوي٬ په تېر وخت كښې قطر سره په اړيكو كښې ?? قومي ګټې د تحفظ په ځائ كورنيو ګټو ته ترجيح وركړې شوې اوس به نزدې او ښې ??ړيكې په قوي او فعاله معاشي مرسته كښې ??دلې شي۔ هغې ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بې??ا بېل?? څانګو كښې لوظنامې به دوه اړخيزه اړيكې او شريكه مرسته لا پراخا كړي۔