اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د انډونیشیا اولس مشر جوکو ویدودو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دې ئې د مګرو ملتونو خلاف ورزي كولو سره د هند لخوا د غېر قانوني ګامونو په نتيجه كښې د رامخې شوي صورتحال څخه خبر كړو۔ د انډونيشيا اولس مشر سره دا ټېلېفوني تماس مقبوضه كشمير كښې د رامخې ته ش??ي صورتحال په اړه د نړيوالو لارښودو خبرولو عمل برخه ده۔د دواړو لارښودو ترمينځھ دا اولنې ټېلېفوني تماس دې۔ وزیراعظم دې خبر كړو چې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك جارحيت زياتېدو په نتيجه كښې په لويه كچه د ع??مې وژنې پېښو اندېښنه ده۔ وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د داسې كوم ناوړه ص??رتحال رامخې ته كېدو څخه وړاندې خپل كردار ترسره كري۔ وزیراعظم عمران خان دې د كشمير مسئلې په سوليز ډول او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړو ترمخه حل كولو له ?? پاكستان د پرله پسې هڅو څخه هم خبر كړو۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د كشمير پخوانۍ مسئلې حل له ??ې نړيواله ورورلي خپل مرستياله كردار ترسره كړي۔ ده زور راوړو چې هند دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكرو په رڼا كښې د كشمير مسئله ??ل كړي۔ دواړه لارښود دې ته ص??ا شول چې دا مسئله ??ې په سولييز ډول او د نړيوال قانون د چوكاټ دننه پاتې كېدو سره حل كړې شي