اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او عمان د جغرافيائي قربت له ??خې اقتصادي او تجارتي مرس??ې ته وده وركولو ته سلا شوې دي۔ دا اتفاق د خارجه وزير شاہ محمود قرېشي او د عمان مجلس شوريٰ چيئرمېن خالد بن هلال ناصر المعوالي په مشرۍ كښې د شوريٰ لس كسيزه پلاوي ترمېنځه د زيارت په ورځ د ملاقات په مهال راغلې ۔ د ملاقات په مهال په د??ه اړخيزه اړيكو ٬ د مقبوضه جمو و كشمير صورتحال پشمول د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ خارجه وزير ووئيل دواړه هېوادونه د اقتصادي روابطو د لارې د??ه اړخيزه مرسته نوې كچې ته رسولې شي۔ ده ووئيل په نړيواله كچ?? په بېلا بېلو فورمونو د دواړو هېوادونو په نكته نظر كښې مماثلت موجود دے۔ خارجه وزير په دې موقع د عمان خپلې دورې او د مشتركه وزارتي كمېسون د غونډې ذكر كولو سره ووئيل جے اېم سي دا پرېكړې شوې چې هدفونه ب?? په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي۔ خارجه وزير د پلاوي غړي د كشمير د اندېښمن صورتحال نه خبرلوو كښې ووئيل د لكهونو په شمېر كشميريان ?? هندي ظلم نه خلاصي لپاره نړيوالې ورورلۍ په خاص توګه اسلامي نړۍ نه د خپل كردار تر سره كولو ته ګوري٬ كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي مونږ او دا موقف لرو چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له ??خې هوارول پكار ده۔ د عمان د مجلسِ شوريٰ چيئرمېن په دې موقع ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځ?? په نړيواله توګه مثالي مرست?? په يو بل د اعتماد څرګندونه كوي۔ د عمان پارلماني پلاوي د مقبوضه جمو و کشمي په صورتحال د تشويش څرګندونې سره ووئيل منطقه كښې د امن د لارې د پرمختګ خوب له تعبير وركړې كېدې شي۔ پلاوي ووئيل عمان مسئلې او شخړې د خبرو اترو د لارې په سوله ايز ډول هوارولو باندې باور لري