اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاک??تا?? هنګري سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه او ?? اروپائي ائتلاف په كچه روابطو ته وده وركول غواړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت د حقيقي صلاحيت نه كم دے٬ پاک??تا?? به په مقبوضه جمو و کشمير كښې د فسطائي هندي حكومت د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كله هم هېرې نه كړي او تل به د كشميريانو ملګرتيا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده هنګري لپاره د پاك??تا?? نومولې سفير محمد اعجاز سره كړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئېل د پاك??تا?? ټولو هائي كمشنران او سفيران بايد د مسئله كشمير حقيقي پس منظر او د هند جارحيت رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو ته اړتيا ده٬پاک??تا?? د سرمايه كارۍ او په خاص توګه د توان٬ كركيلي ٬ فوډ پروسېسنګ او د داروګانو په څانګه كښې پراخه موقعې موجود دي ٬ دې لپاره د پاك??تا?? هنګري لپاره نومولې سفير بايد د پاك??تا?? اقتصادي او تجارتي مفادات مخ په وړاندې بوځي او اوسنې اداره جاتي تګلاره پكار راوستلې شي۔ اولس مشر ووئيل پاك??تا?? د سوئيلي ٬ مېنځني او ختيزې اسياء په سنګم پروت دے او دا ستراتېژك چاپېرچل په خاص توګه د هنګري ”ايسټرن اوپننګ” پاليسۍ په تناظر كښې هنګري يو ښه ستراتېژك او اقتصادي همكار جوړېږي۔ اولس مشر د دې خبرې ستائنه وكړه چې د هنګري پټروليم كمپني مول پاك??تا?? كښې ګټور ??ار??بار كوي۔ده ووئېل نومولې سفير له د هنګري نورې كمپنۍ هم پاك??تا?? كښې د مول كاميابو په ماډل عمل كولو سره د ه??وي ډاډګيرنه وكړي ٬ د سېلګرۍ پرمختګ او ودې ٬ پاك??تا?? كښې د آثار قد??مه ورثې تحفظ لپاره د حكومت د هلو ځلو ذكر كولو سره اولس مشر سفير ته امر وكړو چې د سېلګرۍ ودې او د اولس ترمېنځه رابطې زياتولو لپاره كار وكړي۔ اولس مشر د هنګري لخوا د پاك??تا?? 200 زده كوٶنكو لپاره د سكالرشپس د عمل هم ستائنه وكړه۔ ده نومولي شوي سفير ته ووئيل ھغه دې د پاك??تا??ۍ ورورولۍ مسئلې په ښه ډول حل كولو لپاره دوي سره نزدې رابطې اوساتي۔ ده هيله څرګنده كره چې نومولې سفير به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره خپل صلاحيتونه پكار راولي۔