اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) او??س مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان اولس د هند ظلم او جبر ښكار خپلو كشمريانو وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے، پاکستان د هند په لوك سبها كښې د شخړيز سيټيزن شپ بدلون بل د منظورۍ او اقليتونو سره د هندي فاشست حكومت د ??ېر انسان?? سلوك غندنه كوي۔ او??س مشر د دې خيالاتو څرګندونه سري لنكا لپاره د پاكستان نومولې سفير مېجر جنرال (ر) محمد سعد خټك سره د شورو په ورځ كړې چا چې او??س مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ او??س مشر په دې خبره زور رواړلو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو٬ هائي كمشنرانو او سفيرانو له د كشمير مسئلې حقيقې منظر نامه او د هند جارحيت او ظلم په زړه پورې ډول رامخې ته كول پكار دي ۔ او??س مشر ووئېل پاکستان د سري لنکا سره د ورورولۍ اړېكو ته ډېر اهميت وركوي كومې جې په دوه اړخيزه اعتبار اډاڼه دي۔او??س مشر ووئېل ?? دواړو هېوادونو د غوره اړېكو اندازه د مشرتابه د تګ راتګ او دورو څخه هم لګېدې شي ۔او??س مشر ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارت د خپل اتعداد څخه ډېر كم دے ۔ ضرورت د دې خبرې دے چې تجارتې حجم كښې زياتوالية لپاره هلې ځلې ګړندۍ كړې شي ۔ده ووئېل ?? سرې لنکا کرکټ ډلې د 2009 نه پس د پاکستان دورې سره به ڼرېوال كركټ بحال شي۔ او??س مشر نومولي شوي سفير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه د سفير د سفارتي مودې په مهال به د دواړو هېوادونو اړيكې لا وده وكړي