اسلام آباد 23 دسمبر(اے پی پی) وړومبې ??ېرمن بېګم ثمينه علوي وئېلي چې زمونږ ماشومان د نوې پاكستان بنياد دے٬هغوي صحت مند جوړولو سره د روښانه سباؤن خوب پوره كېدې شي٬٬په دې لړ كښې دې د خيټې د چينجو نه د نجات كمپائن كامياب كړی شي۔ هغې په وف??قي پايه تخت اسلام آباد كښې دوهم كلن د خيټې د چينجو خاتمې كمپائن پرانستې دست??رې ته وېنا كوله۔ پھ دې موقع د تعليم وف??قي وزير ??فقت محمود٬د منصوبه بندۍ پارليماني سېكتره كنول شوذب او د روغتيا پارليماني سېكتره ډاكټر نوشين هم خطاب وكړو۔ بېګم ثمينه ووئيل چې په پراخا پیمانه د ماشومانو په خيټه كښې د چينجو علاج يو مهم اقدام دے كوم سره به چې زمونږ د ماشومانو جسماني او ذهني پالنه ښه شي۔ دې سره به د نورو رنځونو څخه بچ كېدو سره سره د ماشومانو په تعليمي او جسماني كاركردګۍ كښې هم ښه والې راشي۔دې ووئيل چې دا پروګرام به د پاكستان پائيدار مثبت پرمختيائي مقصدونه ترلاسه كولو كښې مرستياله ثابت شي كوم كښې چې سرفهرست روغتيا ده٬د بېلا بېلو رنځونو څخه بچ كېدو لپاره ډي ورمنګ يو زر٬آسان او محفوظه لاره ده۔ دې سره به د خوراك كمې او وينې كښې د كمي مسائل لرې كولو كښې مرسته وشي۔ دې ووئيل چې علاج سره سره مونږ له به د ماشومانو د روغتيا لپاره صفائۍ ته هم پام كول وي۔دې هيله څرګنده كړه چې د اړوندو ادارو ??و شراكتدارو شريكې مرستې سره به د ماشومانو په خيټه كښې د چينجو خاتمې كمپائن كامياب شي۔ په دې موقع وف??قي وزير ??فقت محمود وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي هركلے كولو سره ووئيل چې د دې ګډون سره به دا پروګرام په تندۍ سره وړاندې ځي٬دا يو شريك پروګرام دې كوم كښې چې د بېلا بېلو ادارو ??و شراكتدارو مرسته ترلاسه ده۔ ده ووئيل چې زمونږ مقصد ماشومانو ته معياري تعليم وركولو سره سره د هغوي د صحت هم خيال ساتل دي۔ وف??قي وزير ووئيل چې مونږ په سكولونو كښې د ماشومانو صحت پالنه او د دې د درملنې پروګرام معرفي كړے۔ په دې لړ كښې د وړومبې اقدام په توګه د ماشومانو د نظر ټېسټ كول او هغوي ته وړيا چشمي وركولې كېږي۔ دې مقصد لپاره د استاذانو څخه لارښودنه اخستلې كېږي۔ د دست??رې په پاې كښې وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي پروګرام كاميابولو لپاره د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونې ادارو استازو كښې سرټيفيكېټس هم ووېشل