اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي حکومت په ووهان كښې ?? ايسارو پاكستانو زده كوٶنكو د مور او پلار د پرېشانۍ احساس لري٬ په دې معامله به د كابينۍ په نننۍ كېدونكې غونډه كښې ??ور كولې شي۔ ډاکټر ظفر مرزا دا خبرې د شورو په ورځ په او پي اېف کالج كښې په چين كښې ?? ايسارو زده كوٶنكو مور او پلار ته بريفنګ په مهال وكړې۔ ده ووئيل د زده كوٶنكو په سمدستي توګه د نه راوستو د پرېكړې معقول وجوهات شته چې پكښې ??حتياطي تدبيرونه هم شامل دي۔ ده ووئيل د ايسارو شوو پاكستانو زده كوونكو په اړه حكومت پرله پسې غور كوي چې څنګه زده كوونكي محفوظ اوساتل شي٬ مونږ له خپل زده كوٶنكي او قام هم محفوظ ساتل دي۔ ده ووئېل كه مونږ پرېكړه وكړو نو زده كوٶنكي په سمدستي توګه بېرته راتللې شي خو د حكومت د پرېكړې نه كولو په وجوهاتو كښې ??حتياطي تدبيرونه هم شامل دي۔ ده مور او پلار خبر كړل چې اوس د دې زده كوٶنكو هېواد ته راستنېدل د ګټې نه زيات ?? زيان سوب جوړېدې شي ځكه چې دا وائرس د يو انسا?? نه بل ته منتقل كېږي?? دې لپاره كله چې مناسب وي دوي به بېرته راوبللې شي۔ ده ووئيل حكومت دا احساس لري چې كومه لائحه جوړه كړي بايد په ھغې مور او پلار په اعتماد كښې واخستاې شي٬ كله چې معامله د خپل اولاد وي نو دا خواهش وي چې ھغوي زر راوستلې شي٬ د حكومت په هر وضاحت د مور او پلار اعتراض په ځائ دے۔ ده ووئيل د مور او پلار د پرېشانۍ نه خبر يو او په دې هم پوهېږو چې د دوي مطمئن كول آسا?? نه دي٬ د مور او پلار تحفظات په خپل ځائ خو خو مونږ چين كښې ?? دې وائرس ?? زيانونو او د دغې د منتقلۍ صورتحال ته هم ګورو۔ په دې موقع سيد ذوالفقار عباس بخاري او د خارجه چارو ډائرېكټر جنرل هم وېنا وكړه