اسلام آ??اد 11 مارچ (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د نرسنګ زده كړې لپاره د سكالرشپ تر ټولو لوي پروګرام پېل كوٶ٬ د پروګرام په وړومبني ك??ل به د 31 كروړه روپو په لګښت د زرو نه زياتو كسانو ته سكالرشپ ورك??لې شي۔ د شورو په ورځ د سكالرش پروګرام پرانستې دستورې ته شفقت محمود ووئيل د نرسنګ په څانګه كښې د هېواد په تاريخ كښې دا تر ټولو لوے پروګرام دے ٬ په وړومبي ك??ل كښې به 886 سكالرشپس څلور كلنه بېلچر پروګرام لپاره ورك??لې شي او 119 سكالرشپس به ماسټر ان نرسنګ او 13 سكالرشپس به په پي اېچ ډي پروګرام كښې ورك??لې شي۔ ده ووئيل دا سكالر شپس به د اېچ اي سي منظور شوې 52 ادارو كښې ورك??لې شي۔ ده ووئيل د نرسنګ په څانګه به يو ارب 24 كروړه روپۍ خرڅ ك??لې شي۔ ده ووئيل د يوې اندازې له مخئ دا مهال هېواد كښې د 8 لكه نه زياته نرسنګ عملې ته اړتيا ده او مونږ سره 80 زره نرسنګ سټاف كار كوي او هر كال 5 زره زده كوٶنكي د نرسنګ زده كړې بشپړوي