پېښور ۔23مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اعلی وزير د اطلاعاتو صلاكار اجمل خان وزير وئيلي دي د خېبرپختونخوا حکومت صو??ه كښې د شاپنګ مالز ٬ ماركيټونو او هوټلو بند ساتلو احكاماتو كښې د اتوار ورځې د روانې مياشتې تر 29 مې نېټې پراختيا كړې ده۔ ددې پرېكړې ترمخه به د فارمېسی، سرې ٬ پېسټی سائډز ٬ کریانه اسټورز ٬ د اوړو چكۍ ٬ د تنور دكانونو ، د پيو دكانونو ٬ آټو ورکشاپس، پټرول پمپس ٬ د غوښې او چرګانو دكانونو ، د مېؤ او سبزو او د خوراك څښاك څيزونو منډيانو ن?? سوا نور ټول ماركيټونه او دكانونه بند وي۔ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د ض??عو ترمينځھ ټرانسپورټ وړاندې څخه بند وو۔ په ټولو ض??عو كښې د پبلك ټرانسپورټ بندولو په آپشن هم غور روان دے۔ دغسې د غېر ضروري څيزونو تيارونكې فېكټرۍ به تر اتوار ورځې بندې وي۔ ده ووئيل ډېره غازي خان څخه د زائرينو قافله كے پي له سحر 8 بجې روانه شوې ده۔ په څلورو بسونو مشتمل 132 زائرين پېښور ته ر??وړلې ??ي څوك به چې اسلام آباد موټروے انټر چېنج ته نزدې دوران پور كښې پوسټ ګرېجوېټ ميډيكل انسټيوټيوټ كښې قرنطين كولې ??ي۔ دې زائرينو كښې يو د ګلګت بلتستان او ن??ر د خېبر پختونخو بېلو سيمو دي۔ ده ووئيل صو??ه كښې تر دې دمه د كورونا 275 كېسونه ر??مخې ته شوي او په 31 كسانو كښې د كورونا تصديق شوې دې۔ د تازه اطلاع له مخې د 85 كسانو د ټېسټ نتيجه منفي راغلې ??ه۔ اجمل وزیر ووئيل تر دې دمه د ټولې ??وبې او قبائلي ض??عو هېلتھ پروفیشنلز، سرکاری ادارو او اولسي انګېجمنټ سره اړوندو پروفېشنلز ته يو لك يوويش زره ډسپوزېبل فېس ماسک، 17 زره حساس ماسك ٬ 4 زره 7 سوه سنېټائزرز او ن??ر سامان وركړې شوې دې۔