اسلا?? آباد 18 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په كنټرول لائن د هندي جارحيت غندنه كولو سره وئيلي دي د هندي ځواكونو جارحيت د مېړني كشميري اولس عزم نشي كمزورے كولے، په هر ډول حالاتو كښې به د مقبوضه كشمير د خپلو وروڼو خوئېندو د خپل??اك?? د حق ملاتړ روان ساتو. د زيارت په ورځ جاري بيان كښې وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به په يو صورت هم بې ځايه نه ځي. هند له به د مقبوضه كشمير اولس له د خپل??اك?? حق وركول وي۔ده ووئېل كشميري اولس د تېرو پنځه اويا كلونو نه د زبردست عزم او استقامت څرګندونه كړې. په اېل او سي اوسېدونكے اولس د پاكستان د وړومبي دفاعي لائن كردار ترسره كوي. په اېل او سي د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره د اربونو روپو د اېل او سي پ??كج پېل كړے شوے.