اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د پی آئی اے الوتكې پېښې عبوري را??ور قامي اسمبلۍ ??ه وړاندې كړے شوے۔ دې پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو له سړي سر 10 ل??ه روپۍ وركړے شوې۔ په دې پېښه كښې 29 كورونه بېخي ويجاړ شوي۔ بشپړ را??ور به هم دې ايوان ??ه وړاندې كولے شي۔ دغسې ډپټي سپيكر را??ور قائمه كمېټۍ ??ه ولېږلو۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير غلام سرور خان ايوان ته را??ور وړاندې كولو سره ووئيل د الوتكې پېښه كښې 97 كسان شهيدان شوي ۔ د بده مرغه دا كومه اولنۍ پېښه نه ده۔ په 72 كلونو كښې 12 پېښې رامخې ته شوي۔ د پخوانو ټولو پېښو نه په وخت انكوائري شوې او نه ئې را??ور رامخې ته شوے او نه اولس حقيقت څخه خبر كړے شوے ۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ذاتي خوښې په بنياد انكوائري بورډ د ذمه دارۍ احساس سره خپل فرض ترسره كړي۔ ده ووئيل په دې انكوائري بورډ كښې د ایئر بلیو دوه پائيلوټان هم شامل كړې شوي ۔ نړيوال پائلټ اېسوسی اېشن ته مو خط ليكلے چی يو اے تھری پائلټ او ټیکنیشن راولېږي دغسې چې سپېځلې پلټنې وكړې شي۔ ده ووئيل بې پرې او سپېځلې پلټنې روانې دي او د دې عبوري را??ور نن ايوان ??ه وړاندې كوؤ۔ بشپړه را??ور به هم ايوان ??ه وړاندې كړے شي۔ وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل په دې پېښه كښې 29 كورونه بېخي ويجاړ شوي ۔ د دغې به ازاله كولې شي۔ ځپليو وګړو ته د استوګنې متبادل ځايونه وركړې شوي۔ كوم كسان چې پېښه كښې په حق رسېدلي د هغوي كورنيو ته سړي سر 10 ل??ه روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئېل د يو كور ماشومه هم شهيد شوے د هغې كورنۍ له هم معاوضه وركړې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل بدقسمته الوتكه فضائي پرواز لپاره سل فيصده سمه وه۔ د مئي په 7 مه نېټه دې الوتكې اولنې پرواز كړے ؤ۔ 5 پروازونه لاهور کراچی، کراچی لاهور لپاره وو۔ يو پرواز شارجه لپاره ؤ۔ ده ووئيل پائليوټ او مرستيال دواړه په طبي توګه صحت مند وو۔ پائلټ كومه تكنيكي خرابۍ هم په ګوټه كړې نه وه۔ په رن وے د لېنډنګ په وخت الوتكه بايد 2500 فټ پور??ه وې او د رن وے نه د لس ناټیکل میل په مسافت لېنډنګ ګېئر پرانستلے شوے۔ ده ووئېل د لېنډنګ نه وړاندې الوتكه 7500 فټ بره وه۔