اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير اسد عمر د سماجي را??طې په وېب سائټ خپل ټويټ كښې وئيلي دي د جون په مياشت كښې ګرد هېواد كښې د كورونا 2969 رنځوران په آكسيجن او 546 په وېنټي لېټر وو۔ پرون د لوئے څښتن په فضل دا شمېره كمېدو سره په آكسيجن 1762 او وېنټی لېټر 394 ته را??وسېده۔ يعني 28 فيصد كمې رامخې ته شو۔ ده ووئيل د سمارټ لاك ډاؤن او د اېس او پي د انتظامي كارروائۍ او د ټولو نه زيات د اولس د غوره طرز ع??ل كاميابي ده۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوې زمونږ د ټولو اجت??اع?? ذمه واري ده۔ كه په حفاظتي تدبيرونو عمل كوؤ نو صحت به محفوظ وي او روزګار به هم روان وي۔ كه داسې نه وي نو بيا به دلته رب دے نه كړي هغسې حالات وي كوم چې امريكا ، برازیل او هند كښې دي