اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د بدعنوان عناصرو په ضد د امتياز نه غېر احتساب او په نظام ??ښې سپېځلتيا راوستل د تحريك ان??اف حكومت لومړۍ ترجيحه ده، موجودہ حکومت د بدعنوانۍ په ضد خپله بيانيه بدله كړې ده او په لويه كچه په بدعنوانۍ ??ښې ككړ سياسي مشرانو په ضد ئېد فرق نه غېر كمپائن پېل كړے دے۔ د شورو په ورځ د راډيو پاكستان په كرنټ افيئر پروګرام ??ښې د خبرو په مهال ووئيل پخوانو واكمنو به زياته انحصار په درآمد شوې څيزونو كولو او پاكستان ئې امپورټ بېسډ اكانومي جوړه كړې وه خو د تحريك ان??اف حکومت برآمد??تو زياتولو او په درآمد??تو ??ښې كمي لپاره د نورو مينوفيکچرنګ پلائنټس لګولو منصوبه بندي كوي۔ ده ووئيل د سائنس و ټيکنالوجۍ څانګې ودې سره د پاکستان ډيجيټل اکانومي مستحکمېږي۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان د كرونا وېرس په ضد د كاميابو اعتراف كوي۔۔ ده ووئيل حکومت په کاميابۍ سره د كرونا وېرس پروټيکټيو ايکوپمنټس او وينټيليټرز تيار كړې دي چې ورسره د اربونو روپو بچت شوې دې۔ ده ووئيل په راتونكي وخت ??ښې به د زړه رنځورانو لپاره په ځائي كچه د سټنټس جوړولو هم جوګه شو۔ ده ووئيل حكومت كوچنيو زرعي فارمونو لپاره په ډيجيټل پېكجز معرفي كولو غور كوي ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل حكومت په سركاري سكولونو سائنس او ټېكنالوجۍ فرېبډلي جوړولو او د دې معيار ښه كولو لپاره منصوبه بندي كوي۔ ده ووئيل حکومت ځوانانو او هنر مند خواري كښو لپاره په لويه كچه د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره سازګار ماحول جوړوي، بائيو ټيکنالوجي، مکينيکل انجنيئرنګ او د زراعت پشمول كوچنۍ او د مېنځنۍ درې كاروبار اهمې څانګې دي