??سل??م آباد ?? 15 ??تمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د پاكستان علما?? كونسل چيئرمېن علامه طاهر اشرفي د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی په اتحاد بېن المسملين او ??سل??مي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ علامه طاهر اشرفی په مظلوم كشميري اولس روان ظلم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كولو او په غوره خارجه پالېسۍ خپلولو خارجه وزير ته مباركي وركړه۔ علامه طاهر اشرفي ووئيل نن د هندوستان اصلي څېره ټولې نړۍ ته په ډاګه شوې ده۔ علامه طاهر اشرفی ګرده نړۍ كښې او په خاص توګه لوئيديز هېوادونو كښې د ??سل??مو فوبيا مخ په زياتېدونكې چپې په ضد د مؤثره غږ په پورته كولو او د نړۍ پام دې پلو په ګرځولو د خارجه وزير مننه وكړه۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل ټولنې څخه د عدم برداشت او راپارونكو رويو ختمول او د نوي كول د ??سل??مي اقدارو پلو لارښودنه كولو كښې د علماﺀ كرامو او مشائخو كردار ډېر مهم دے۔ خارجه وزير د ??سل??مي تعليماتو ترويج او د اتحاد بېن المسلمين حوالې سره د علامه طاهر اشرفي خذمات وستا??ل۔