اسلام آباد۔6 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې کنزروېټو فرېنډز آف پاک??تا??، دواړه هېوادونه ، د برطانوي او پاك??تا??ي كميونټي ترمينځھ د ژورو اړيكو ??ه ځائې كولو هڅې كوي۔ د هند انتها خوښۍ او يو اړخيزه غېر آئيني ګامونو د منطقې امن سختو خطرو سره مخ كړے دے۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د کنزروېټو فربنډز آف پاک??تا?? ورچوئل غونډې ته خطاب كښې وكړې۔ خارجه وزير غونډه كښې د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ خارجه وزير ووئيل کنزروېټو فرېنډز آف پاک??تا??، د لارډ ضمير چوهدري په مشرۍ كښې د پاك??تا?? ٬ برطانيه كنزروېټو پارټۍ او برطانيه كښې م??شته د پاك??تا??ي كميونټي ترمينځھ د ژورو اړيكو ??ه ځائې كولو هڅې كوي۔ برطانيه كښی د لكھونو په شمېر د پاك??تا?? نژاد برطانوي وګړو موجودګي د پاك??تا?? او برطانيه ترمينځھ د مستحكم اړيكو څرګندونه كوي۔ ده ووئيل پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د كورونا وباﺀ معاشي مضمراتو مقابله كول ډېر مشكل دي۔ پاك??تا?? سره د محدود وسائلو سمارټ لاك ډاؤن پالېسي خپلولو سره د كورونا خپرېدل تر كافي حده كمولو كښې كښی كامياب شوے۔ ده ووئيل پاك??تا?? ذمه وارې معاشي پالېسۍ خپلولو سره خپل معيشت په ښه لوري روان كړو۔ دې پالېسيو كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ حجم كښې زياتوالې ٬ برآمداتو ته وده ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجي زيات كارول او سېلګرۍ ته وده وركول شامل دي۔ د بهرنیو چارو وزیر غونډه كښی ګډون كوؤنكي په جمو او کشمیر کښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو څخه خبر كړل۔ ده زياته كړه چې چې د هند انتها خوښۍ او يو اړخيزه غېر آئيني ګامونو د ټولې منطقې امن سختو خطرو سره مخ كړې دې۔ هند د نړیوال قانون په انکار كښې د مقبوضه جمو او کشمیر د وګړو د آبادۍ تناسب بدلولو هڅه كوي۔ ده ووئيل پاک??تا?? غوښتنه کوي چې په مقبوضه کشمیر کښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ سمدلاسه بندولو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړو په رڼا كښې د كشمري مسئلې د سولييز حل لپاره دې هند تر فشار لاندې رواستلے شي۔ غونډه كښی برطانوي ٬ حكومتي وزيرانو ٬ د برطانوي پارلېمنټ غړو او د پاك??تا?? كميونټي نوموړو شخصيات ګډون وكړو