اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم مرستيال ډاکټرعبد الحفيظ شېخ وئيلي دي ورلډ بېنك د پاكستان پخوانے پرمختيائي شراكتدار دے٬ د كرونا وباء اثرات كمولو لپاره د پاكستان اقدامات په نړيواله كچه س??ائيلې شوي۔ ده دا خبرې د نړيوال بېنك منيجنګ ډائريکټرايګزل وان ټروټسن برګ او د نړيوال بېنك نائب صدرهرت ونګ شيفر سره په ورچوئل غونډه ??ښې كړې كومه چې د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك كلنې غونډې په مهال شوې۔ په غونډه ??ښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر، او د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر هم آن لائن ګډون كولٶ۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ د کووېډ19 په موثره ډول مقابله كولو لپاره د پاكستان په ضروري مالي معاونت كولو د ورلډ بېنك د كردار ستائنه وكړه۔ ده د غونډې ګډون كوٶنكي د هېواد د موجوده اقتصادي صورتحال او كوټلې پرمختګ لپاره د حكومت اصلاحاتي پروګرام نكاتو نه خبر كړل۔ ده ووئيل حكومت پخپلو خرڅونو قابو موندلو لپاره موثره پاليسي خپله كړې چې په سوب ئې په كورنۍ كچه محصولات زيات شوي، ده ووئيل د دې اقدامات?? په سوب د كرونا نه وړاندې محصولاتو ??ښې 17 فيصده اضافه رېكارډ شوې وه ا?? په مارچ كال 2020 ??ښې پرائمري بېلنس سرپلس ٶ كومه چې لويه كاميابي وه خو د بده مرغه وباء اقتصادي كاميابو ته زيان ورسولو۔ ده ووئيل په س??ت وخت ??ښې حكومت د يو كروړ 16 لكه نه زياتو كورنيو سره نغده مالي مرسته كړې او د ك??مې د سپېځلتيا چې په نړيواله كچه س??ائنه شوې۔ ده ووئيل حكومت د سبسډيز او پے رول سكيم له مخې كاروبار ا?? په خاص توګه كوچنے او د مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره سهولتونه وركړي۔ په دې موقع د ورلډ بېنك ډلې د حكومتي اصلاحاتو د اېجنډې ستائنه وكړه او د كرونا مخنيوي لپاره ئې د انټرنيشنل ډويلپمنټ ايسوسي ايشن د لارې د پاكستان د معاونت جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه