اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ا?? خپرونو وفاقي وزير س??نېټر شبلي فراز وئيلي دي چې اولس ته د هرې ممكنې آسانۍ وركولو لوظ لرو ا?? دې له هڅې كوؤ۔ د چينيو په بيعه كښې كمي بې وزله اولس ته ريليف وركولو له د وزيراعظم عمران خان د لوظ څرګندونه ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير س??نېټر شبلي فراز ووئيل چې د كورونا باوجود د عمران خان د زيركې تګلارې له امله پاكستان كښې معي??ت٬ روزګار او ا??ساني ژوند محفوظ پاتے شو۔ هغه ووئيل سره د چېلنجونو د پاكستان معاشي ??شا??يې مثبت د??۔ د مالي كال په اولنو شپږ مياشتو كښې ترسيلات زر كښې 27 فيصده ٬ غېر ملكي نېغ په نېغه سرمايه كارۍ كښې 150 فيصده او د سيمنټ په پېداوار كښې 17 فيصده اضافه شوې ده۔ په نومبر كښې په كار س??ل كښې 68 فيصد او دغسې په ټرېكترز او موټر سائيكلز كښې هم ښكاره اضافه وشوه۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت روښانه سباؤن لپاره هڅې كوي۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي د پرمختګ دا سفر به هم دغسې روان وي