اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې حكومت به د وزيراعظم عمران خان په ځانګړې مشرتابه كښې ??پل?? آئيني موده ت??سر?? كوي۔ د لاهور اولس د پي ډي اېم سياسي غونډه مسترد كړے ده او دا د هغوي په پاكستان تحريك انصاف د بشپړه باور ثبوت دے۔ اپوزیشن ګوندونه د حكومت په ضد د خلقو راويستلو كښې ناكامه شوي دي۔ په لاهور كښې د دوئي جلسه يوه بله فلاپ شو وه۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل چې د اپوزیشن د حكومت ختمولو خواهش به كله هم ت??سر?? نه شي۔ موجوده حكومت به ??پل?? آئيني موده ت??سر?? كوي۔ د يوې ??وښتنې په ځواب كښې شېخ رشيد احمد ووئيل چې د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په خپل خطاب كښې سپكه ژبه كاروي۔ په دې حوالې سره قبائلي سيمو كښې د هغه خطاب يو مثال دے۔ هغه ووئيل هېواد دښمنه عناصر هېواد كښې سرګرم دي او هغوي د منطقې امن غېر مستحكم كول هڅې كوي۔ هغه ووئيل اپوزيشن ګوندونه د اقتدار وږ?? دي۔ هغوي د اتوار په ورځ لاهور كښې بازار ولګولو ولې اولس ددغې بازار بائيكاټ كولو سره د هغوي جلسه كښې ګډون كولو نه انكار وكړو