اسلام آب??د 01 فروري(اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د جنورۍ په 31مه نيټه د لويو لويو خوبونه حرام شوي٬ ما به وئيل چې ټول به په خپله زړه تنخا كار كوي، اپوزېشن يو خوا ته كول د حك??مت موقف نه دے٬ بلاول بھټو زرداري او مريم نواز دې ??وس په ګډه حك??مت لپاره د خېرو كمپائن پېل كړي ٬ د حك??مت او مخالفې ډلې ترمېنځه تعلقات ښه نه دي٬ په داسې پوزيشن كښې مذاكرات نشي كېدې ۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اسلام آب??د هائي کورټ جرنلسټ اېسوسي اېشن د سوګند پورته كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ فاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د ميډيا کردار د يو نيوټرل ثالث په توګه پكار دے٬ په هند كښې د پنجاب كروندګرو سر?? زمونږ زړونه درځېږي٬ هند وائي پاكستان د لكهونو په شمېر كروندګر راپارولي ٬ كه د پاكستان په هند كښې دومره چلېږي نو بيا هند له په يره كښې اوسېدل پكار دي۔ ده ووئيل د هټلر په طرز مودي سركار د مسلمانانو نسل كشي كوي۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس چې كومې مسئلې وفاق لپاره راپېدا شوي په ھغې څوك بحث نه كوي،د روغتونونو او ښونځيو مسئلي اوس صوبائي چارې دي۔ده ووئېل د وفاقي حك??مت څخه په دوو كالو كښې د سندھ حك??مت ته 1600 اربه منتقل شوي ،پنجاب ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته هم روپۍ منتقل شوې٬ اوس چې هګۍ او پيۍ ګران دي نو دا به څوك كنټرول كوي دا د صوبائي حك??متونه ذمه واري ده د سندھ اعلٰې وزير وائي زه وزيراعظم ته ځواب وركونكے نه يم۔ چې وزيراعٰلې وزيراعظم ته ځواب وركونكے نه وي نو وفاق به څنګه چلېږي۔ ده ووئيل د غنمو او اوبو سبسډي يوازې پنجاب برداشت كوي۔ ده ووئيل په اتسلم بدلون محمد نوازشريف يوازې په درېم ځل وزيراعظم جوړېدو لپاره لاسليك كړے او دې مقصد لپاره ئې پنجاب سره زياتې كړے۔ د خراب ګورننس ذمه واري اوس د وفاق نه د صوبو ده٬ عام وګړي ته به څنګه ګټه ورسول وي دا صوبو له سوچ پكار دے۔ فواد چوهدري ووئيل بلاول بھټو ذرداري او مريم نواز دې په ګډه د حك??مت په ضد د خېرو كولو كمپائن پېل كړي۔ په دې موقع د اسلام آب??د بار كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ چيئرمېن٬ د اسلام آب??د باز اېسوسي اېشن صدر او عمومي سې??تر د نېشنل پرېس كلب صدر او عمومي سې??تر د آر آئي يو جے عمومي سې??تر او د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن چارواكي او نور هم موجود وو