اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه مخدوم قرېشي وئيلي دي د ??اك??تان په سفارتي توګه د ځانله كېدو تاثر سم نه دے۔ د حكومت تر لاسه كېدو په وخت هېواد دېواليه كېدو ته نزدے و۔ دغه وخت كه د ملګرو هېوادونو مرسته نه وې نو وضعه به بدله وه۔ خارجه پالېسي له سياسي او معاشي صورتحال نه لرې كتلې نه شي۔ هېواد كښې د سياسي عدم استحكام فضا رامخې ته كوؤنكي قوتونه په سفارتي محاذ ??اك??تان ستونزو سره مخ كوي۔ معاشي سفارتكارۍ سره براعظم افريقا لپاره برآمدات 7 فيصده زيات شوي دي۔ د افغانستان حكومت په خپله اعتراف كوي چې ??اك??تان د امن هڅو كښې زمونږ مرسته كوي۔ د بائیډن انتظامیه او د ??اك??تان نقطه نظر كښې د افغانستان په اړه يو شانوالې موندلې شي۔ ا??را?? سره په دوه اړخيزه اړيكو كښې بهتري راغلې۔ چين سره زمونږ اړيكې لا پراخا كېږي۔ سعودي عربستان سره مونږ د ورورولۍ اړيكې لرؤ او وي به۔ زمونږ لوظنامه خاص مودې لپاره وه۔ د زرمبادله پنګې ښې شوې نو رقم مو بېرته وركړو۔ عرب امارات په ډاګه كړې چې هند سره د هغوي اړيكې به د ??اك??تان په قيمت نه وي۔ د هندي حكومت هندوتوا سوچ منطقه خطرو سره مخ كړې ده۔ هندوستان بلوچستان كښې د ترهګرۍ ملاتړ كوي۔ د هندوستان لخوا د ??اك??تان د پولې پرله پسې خلاف ورزي مو په نړيواله كچه پورته كړې ده۔ پولې ته نزدې سيمو كښې ژوند كوؤنكو لپاره بنكرز جوړولې شي۔ پرله پسې دولس دولس كاله د كشمير كمېټۍ مشري كوؤنكي غلي ناست دي۔ تېر حكومت د كشمير په اړه هېڅ نه دي وئيلې۔ مونږ د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې پورته كړې۔ څوك هم د كشمير سودا كولې نه شي۔ خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل خارجہ پالیسی يوازې په خپلو پالېسيو اډانه نه لري بلكې په دې د بهرنيو اثراتو هم اغېز وي۔ بهر هېوادونو كښې پاتې شوي سف??را?? په دې ښه پوهېږي۔ هغه ووئيل د دې تاثر وركولو هڅه شوې چې لوئے څښتن دے نه كړي ??اك??تان يوازے شوے دے۔ داسې چرې نه شي كېدے۔ دا بېله خبره ده چې هندوستان د ??اك??تان د ځانله كولو هڅې كوي۔ كه داسې شوې وې نو مونږ ته به هيومن رائټس كونسل كښې كاميابي نه وه ترلاسه شوې۔ خارجه وزير ووئيل د افسوس خبره ده چې يو شمېر سياستمدارو خپل سياسي دكان پړقولو له د كشمير مسئله وروسته ټېله كړې۔ مونږ خارجه پالېسي ته د سياسي او معاشي صورتحال نه لرې كتلې نه شؤ۔ هېواد كښې د سياسي عدم استحكام فضا رامخې ته كوؤنكي قوتونه په سفارتي محاذ ??اك??تان ستونزو سره مخ كوي ځكه مونږ په معاشي سفارتكارۍ زور راوړے۔ معاشی سفارت کاری يوازې تر درآمدات او برآمد??ت محدود نه ده دا يو بشپړه عمل دے۔ مونږ معاشي سفارت كاري كارولو سره براعظم افريقا كښې د برآمداتو شرح 7 فيصده زياته كړې۔ هغه ووئيل روانه مياشت اروپائي سف??را??و سره ملاقات كوم۔ هغه ووئيل مونږ ګاونډيانو سره اړيكې ښه كول غواړؤ۔ مونږ افغانستان سره د اړيكو ښه كولو هڅه كړې۔ خارجه وزير ووئيل نن د افغانستان حكومت خپله اعتراف كوي چې ??اك??تان د امن هڅو كښې مرسته كوي۔ هغې ووئيل د وزيراعظم د افغانستان اوسنۍ دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه مشتركه وژن لاس ليك شوے۔ افغانستان كښې مونږ خپل ځان كوم يو ګروپ سره تړلے نه دے۔ مونږ ته معلومه ده چې صورتحال ته زيان څوك رسوي۔ مونږ په دغه عناصرو نظر ساتلو ته حاجت نه لرؤ۔ هغه ووئيل په دې ورستيو كښې زما خپل امريكائي همڅنګ سره خبرې شوي۔ دغه مهال د نورو موضوعاتو په شمول د افغانستان حوالې سره هم خبرې وشوې۔ مونږ ??اك??تان ته د پېښو چېلنجونو نه هم خبر يؤ۔ مونږ پلان لرؤ او سوچ هم۔ زمونږ په دور كښې ا??را?? سره اړيكې ښه شوي دي۔ د ا??را?? خارجه وزير جواد ظریف شپږ ځله ??اك??تان ته راغلے۔ خارجه وزير ووئيل هندوستان ته وزيراعظم عمران خان پېغام وركړے وو چې تاسو كه يو قدم راوخلۍ نو مونږ به دوه قدمه واخلو ولې د هندوستان هندوتوا سوچ منطقه خطرو سره مخ كړے ده۔ هغه ووئيل هندوستان په 26 مه نېټه په ??اك??تان بريد وكړو مونږ خپل صلاحي?? خو وښودلو ولې حال??ت مو نه دي خراب كړې۔ خارجه وزير ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ د ورورولۍ اړيكې دي او وي به۔ هغه ووئيل سعودي عربستان او ??اك??تان د او آئي سي د خارجه كونسل وز??را??و غونډه كښې د اسلاموفوبيا مخ په زياتېدونكي رجحان په ضد مشتركه قرارداد وړاندے كړو۔ زه اوس اوس د متحده عرب امارات دورې نه بېرته راغلے يم۔ د متحده عرب خارجه وزير سره زما يو اوږد ملاقات شوے۔ هغه ووئيل يو اے اي كښې د هندوستاني وګړو شمېره د ??اك??تان نه يو به دوه زياته ده۔ د يو اے اي خارجه وزير شېخ عبداللہ ماته ښكاره وئيلي چې زمونږ هندوستان سره اړيكې دي ولې د ??اك??تان په قيمت نه۔ هغه د ??اك??تان اهميت نه خبر دے۔ هغه ووئيل آيا څوك دا سوچ كولے شي چې د فلسطين مسئلې په موجودګۍ كښې به مونږ اسرائيل سره سفارتي اړيكې وساتؤ۔هغه ووئيل كله چې مونږ اقتدار ته راغلؤ نو د سوئيلي آسيا ستراتيجي نوې راغلې وه۔ ??اك??تان كوم به چې پرابلم پېدا كوؤنكو هېوادونو كښې شاملولې شو نن هغه د مسئلو حل كوؤنكو هېوادونو كښې شمېرلې شي۔ هغه ووئيل ما ثبوتونو سره وئيلي چې هندوستان بلوچستان كښې د ترهګرۍ ملاتړ كوي۔ د ای یو ډس انفولېب رپورټ رامخے ته شوے دے۔ هغه ووئيل مونږ د هندوستان ملټري پوسټ په نښه كوؤ او هندوستان بې ګناه خلك په نښه كوي۔ مونږ په پوله واله سيمه كښې مېشته 11 لكه وګړو له د بنكرز جوړولو سوچ كوؤ۔ هغه ووئيل د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ اوسنۍ غونډه كښې د بده مرغه د پيپلز پارټۍ يو غړے هم موجود نه وو۔ مونږ دا معلومول غواړؤ چې د پيپلز پارټۍ ترجيح څه ده