اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د خبريالانو په هاؤسنګ سكيم كښې به پلاټونه يوازې ??غه خبريالانو ته وركولې شي كومو چې وړاندې پلاټونه نه دي ترلاسه كړې۔خبريالانو ته به د پلاټونو په وركړه كښې سپيځلتيا په ځاې ساتلې شي٬ټول نومونه به پھ وېب پاڼه وركولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس وركرز صدر پروېز شوكت سره د ملاقات په مهال په خپ??و خبرو كښې وكړې۔د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د خبريالانو نور مشران هم موجود وو۔په ملاقات كښې د پي اېف يو جے صدر پروېز شوكت د خبريالانو د كالونۍ په اړه تجويزونه وړاندې كړل او وې وئ??ل چې پلاټونه دې ??غه خبريالانو ته وركړی شي كومو چې وړاندې په كوم سكيم كښې نه د خبريال په توګه پلاټ نه وي ترلاسه كړې۔د پلاټونو په لسټ كښې دې سپيځلتيا په نظر كښې وساتلې شي