اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غړو وئيلي دي رسول اكرم (ص) سره عشق د هر مسلمان ايمان دے۔ احتجاج د ټولو حق دے ولې دې كښې بايد تشدد شامل نه كړے شي او نه رياستي عملداري بايد چېلنج كړے شي۔ د جمعې په ??رځ د قومي اسمبلۍ غونډې په م??ال د اعتراض په ??كته د قومي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر ووئيل رسول اكرم (ص) سره عشق د هر يو مسلمان ايمان دے۔ د رياست عملداري بايد چېلنج نه كړے شي۔ په اروپا كښې د رامخې ته ش??يو پېښو بايد مونږ مناسب ځواب كړے وې چې ورسره به سفارتي اړيكې هم ځپلې شوې نه وې۔ دا معامله بايد پارليمنټ ته راوړلې شوې وه۔ په ادارو بريدونه كول سم نه دي۔ د قومي اسمبلۍ غړي صلاح الدين ووئيل د رسول (ص) په حرمت مو ځان هم قربان دے۔ محسن داوړ ووئيل مونږ ټول د رسول (ص) عاشقان يؤ۔ كوم وګړے دا اختيار نه لري چې په بل كومه مطالبه م??لو له تشدد وكړي۔ پیر سید عمران احمد ووئيل په اوسنو پېښو كښې شهيد شوي اهلكار زمونږ ورونړا دي۔ خپل جائيدادونو ??رڅولو سره د فرانس قرضې بېرته وركولو له چمتو يؤ۔ د دې ټول پېښو پلټنيو له دې د ګډې پارليماني كمېټي جوړه كړې شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ له به د تشدد په ځائې سولييز احتجاج كول وي۔ عبدالاکبر چترالی او شېخ راشد شفیق هم په دې معامله د خيالاتو څرګندونه وكړه