اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي مسلم ل??ګ ﴿ن﴾ او پيپلز پارټي دواړه د درغلې پېداوار دي، بايد په انتخابي اصلاحات په ګډه خبرې وكړې شي، د پاكستان پيپلز پارټۍ د كاركردګۍ پرېكړه ب?? په ضمني ټاكنو كښې نه ب??كې د كال 2023م په ټاكنو كښې كېږي. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل د كراچې ټاكنو په اړه دواړه ګوندونه چې هر څومره بحث وكړي، نتيجه ئې هېڅ نه راوځي. هغې ووئيل كه د كاركردګۍ نتيجه كتل وي نو د تېرو 13 كلونو څخه په سندھ كښې د پيپلز پارټۍ حكومت دے، د اېن اېف سي ايواډ له مخې 14 ټرېلين روپې وركړې شوي، د دوي كا??كر??ګي دا ده چې كراچې د نړۍ په ناوليو ښارونو كښې شامل شوے. په تهر كښې هر كال پنځه سوه ماشومان د لوږې مري، 25 لكه سپي وژلو لپاره 92 كروړه روپې بېلې كړې شوي اكومې چی وركې شوي. هغې ووئيل په انتخابي عمل كه څوك اعتراض لري نو هغه ته درخواست 15 ورځې وړاندې الېك??ن كمي??ن كښې كول وي.